د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۱۰۱۵ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۵۳۵۵ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د افغان کډوالو دغه کورنۍ د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام کلا او نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې شړي.