د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ ۵۴۴ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۳۸۱۹ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي۴۶۳ کورنۍ د تورخم د لاري او ۴۶ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
دغه خبرپاڼه همدارز ليکي، چي په همدې ورځ ۴۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۳۲ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.