د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د دوشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۶۰۴ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۳۶۳ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۴۶۰ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۸۰ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
دغه خبرپاڼه ليکي، چي په همدې ورځ ۳۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۲۶ کورنۍ د وريښمو د پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

ياد وزارت ويلي، چي د پاکستان دولت دغه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.