د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په روانه اوونۍ کي ۲۰۰ د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوالو د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان ول، چي تر ازادېدو وروسته افغانستان ته راغلي.
دغه افغان کډوال د پاکستان پوليسو په دغه هيواد کي د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيولي وو.