د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ ۶۳۰ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ۱۱۵ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۴۶۴ کورنۍ د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۲۵ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله او ۲۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.