د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي جمعې په ورځ ۳۰۲ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۵۶۴ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ۲۷۰ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۸ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي دي.
دغه راز ياده خبرپاڼه ليکي په همدې ورځ ۲۴ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.