د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي، چي پرون ۳۸۸ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۱۶۰۱ تنه کېږي، د ايران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي.
د ط..البانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، له ایران څخه ۳ کورنۍ د نیمروز د وريښمو پله او ۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري هیواد ته راغلي.
همدارنګه له پاکستان څخه ۱۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۳۶۳ کورنۍ د ننګرهار د تورخم او ۷ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لاري افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي پاکستان دغه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.