د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي دي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي دي، چي د جمعې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۳۲۱ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۲۱۲ کورنۍ د تورخم د‌ لاري او ۴۴ کورنۍ د‌ کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.

دغه راز په همدې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ياده ورځ ۴۹ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۱۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.