د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۴۰۵ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۳۱۹ کورنۍ د تورخم د لاري او ۵۱ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په همدې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ياده ورځ ۱۴ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۲۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي پاکستان د خپلي خاوري څخه د افغانانو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.