د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ ۳۱۳۴ افغان کډوال د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، ۲۱۸۳ تنه افغان کډوال د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۵۵۱ تنه افغان کډوال د تورخم د لاري او ۱۰۹ تنه د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.

ياده خبرپاڼه همداراز ليکي چي په همدې ورځ د اسلام کلا د لاري ۵۷ تنه افغان کډوال او د وريښمو د پله دلاري ۲۳۴ تنه افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.