د ط..البانو د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د اختر په درو ورځو کي ۳۹۸ د افغان کډوالو بنديان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغو افغان کډوالو د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي دغه افغان کډوال د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.