د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي تېره ورځ ۴۵۹ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۳۵۶ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي، چي ۳۶۸ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۲۶ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
ياد افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته ئې لېږلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي ۴۹ کورنۍ د نيمروز ولايت د وريښمو د پله د لاري او ۱۶کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه سوې ده.