د ط..البانو ستري محکمې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلی

د ط..البانو ستري محکمې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلی، چي په کاپيسا ولايت کي ئې درې کسان د غلا په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ياد ولايت په کوهبند ولسوالۍ کي په دورو وهلي.
د خبرپاڼي په حواله چي ياد کسان ئې په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي ۳۹ دورې وهلي او دوه کاله ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.

بايد وويل سي، چي ط..البانو په تېرو لسو مياشتو کي شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته په عام محضر کي بدني سزاوي ورکړي دي.