د ط.. البانو ستري محکمې ويلي، چي په تېرو شپږو مياشتو کي ئې ۶۲۲ کسان د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي

د ط.. البانو ستري محکمې ويلي، چي په تېرو شپږو مياشتو کي ئې ۶۲۲ کسان د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.
يادي محکمې ويلي، چي دغه کسان ئې په ۲۷ ولايتونو کي په دورو وهلي.
د هغوی په خبره چي دغو کسان ته ئې د بېلابېلو جرمونو په تور تعزيري سزاوي ورکړي.

بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا په عام محضر کي تعزيري سزاوي زياتي سوي، چي نړۍوال د بشري حقونو سازمانونه ئې د‌ درېدو غوښتنه کوي.