ملګري ملتونه او د پاملرني نړۍوال سازمان په يو ګډ راپور کي ويلي دي، چي په افغانستان کي د ط..البانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندي د جنسیتي نابرابرۍ او محدودیتونو له امله، د هغوی ژوند په دغه هيواد کي د سترو ننګونو سره مخ دئ.
په دغه راپور کي ويل سوي، چي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا پر ميرمنو دوامداره محدودیتونو، څار او دې ته ورته نورو اقداماتو له امله په دغه هيواد کي د ښځو او نجونو ازادي په مکمل ډول له منځه تللې او حقونه ئې تر پښو لاندي سوي دي.
په دغه راپور کي د ښځو پر کار د بنديز په اړه ويل سوي، چي دغه محدودیت د ښځو او نجونو روغتیايي، تعلیمي، تغذیې او نورو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی کم کړی.
دغو ادارو د افغان نجونو او ښځو پر کار، زده کړي او دې ته ورته نورو حقونو ټينګار کړی دئ.