د ط..البانو مشر م.لا هيب..ت الله په خپل تازه حکم کي د کندز د استخباراتو رئيس م.ولوي عبدالرشيد منيب د کندهار د زراعت د رئيس په توګه ټاکلی.
دغه راز په دغه ټاکنو کي د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال م.ولوي رحیم الله محمود د فراه د مرستیال والي په توګه، د بادغیس د مقر ولسوال حاجي کاکا سیاخه د بادغیس د مرستیال والي په توګه او د فراه ولایت مرستیال والي م.ولوي عبدالکریم، د سپین بولدک د ولسوال په توګه ټاکلي دي.
د ط..البانو وياند ذبيح الله م.جاهد پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چي دغه نوي ټاکني ئې د کارونو د سموالي او چټکتيا په موخه تر سره کړي دي.