د ط..البانو يوې امنيتي سرچينې د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ط..البانو يوې امنيتي سرچينې د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کي د جګړې پر مهال د دوو وژل سوو پاکستاني پوځيانو جسدونه د ط..البانو له خوا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د پاکستان دولت ته سپارل سوي دي.
بايد وويل سي، چي تېره هفته هم ط..البانو په سپين بولدک ولسوالۍ کي د دوو پاکستاني پوځيانو جسدونه د پاکستان دولت ته سپارلي وو.