د ط..البانود ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د هرات ولايت د زندان څخه ئې ۲۰۷ تنه بنديان د کوچني اختر په مناسبت ازاد کړي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي په دغه ازاد سوو بنديانو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي. په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يادو بنديانو د ازادېدو ترڅنګ د ۲۲۹ بنديانو د بند په موده کي کموالی هم راغلی دئ.
د ط..البانو ستري محکمې دغه بنديان د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله د کوچني اختر په مناسبت د ځانګړي حکم په اساس ازاد کړي دي.