د طالبانو د ډلي مشر هب.ت الله کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چي په دغه ولایت کي مسجدونه مدرسې او دیني مرکزونه ډیر کم دي.
هغه ویلي اوس چي پر افغانستان یو اسلامي نظام حاکم دی باید ددې څخه په استفادې ډیري مدرسې او مسجدونه جوړ کړل سي.
هغه په خپلو خبرو کي ټینګار کړی چي باید د خبرو اطاعت یې وسي او ټول د بې اتفاقۍ (فتنې) څخه لاس واخلي.
د یادوني وړ ده چي هب.ت الله په یاد سفر کي د کابل په چمن حضوري سیمه کي په خپل نوم د یو مسجد د بنیاد ډبره هم کښېښودل.