د طالبانو مخالفینو د نوي اساسي قانون لپاره د شورا جوړولو غوښتنه وکړه

د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ په یوې اعلامیې کي ویلي، چي د طالبانو مخالفو سیاسي ډلو استازو په مادرید کي د خبرو په درېیم پړاو کي د افغانستان د نوي اساسي قانون د لیکلو لپاره د یوې ټاکل سوې شورا د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

ګډونوالو د سیاسي انتقال، یو پراخ بنسټه نظام او په راتلونکي حکومتولۍ کي د ښځو د مرکزي رول غوښتنه هم کړې ده.

د اعلامیې له مخي، ګډونوالو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره په یوې جلا غونډه کي د خبرو پایلې شریکې کړې دي.

باید وویل سي، چي دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د هسپانیې د بهرنیو چارو په وزارت کي جوړه سوې وه او له ۴۰ زیاتو استازو پکښي ګډون درلود.

د یادوني وړ ده، چي دا بنسټ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي رهبري کوي؛ د دې خبرو لومړی پړاو په اسلام آباد او دوهم پړاو په لندن کي جوړ سوی و.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *