د طلوع نيوز ادارې د يکشنبې په ورځ په رسمي ډول تائید کړل، چي ط..البانو ئې دوه خبريالان نيولي دي. تلوېزيون پر خپله پاڼه ليکلي دي، چي ط..البانو د طلوع نيوز دوه خبريالان عمران دانش او منصور نيازی نيولي دي.
د هغوی په خبره چي ط..البانو ورته ويلي چي تر څېړنو وروسته به د يادو دوو تنو خبريالانو د نيول کېدو جزئیات له دوی سره شريک کړي.
دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د بيان ازادي ورځ تر بلي تر پښو لاندي کېږي او پر رسنيو باندي د سانسور کچه لوړېږي.