د غزني ولايت له پاره د ط..البانو والي عبدالصمد جاويد په يوه غونډه کي تر خپل لاس لاندي کسانو ته سپارښتنه کړې، چي هغه کسانو چي ځان وژنه ئې کړې وي د فاتحې او جنازې مراسمو ته ئې اجازه مه ورکوئ.
هغه ويلي، هغه کسان چي ځان وژنه کوي، د هغوی هېڅ جنازه او فاتحه نسته او مه هم چاته اجازه ورکوئ، چي تر سره ئې کړي.
دغه راز ط..البانو د ځان وژني پر راپورونو او خبرونو باندي هم بنديز لګولی او ټولو خبريالانو ته ئې سپارښتنه کړې، چي د ځان وژني د خبرونو د نشرولو څخه دي لاس واخلي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د ځوانانو د ځان وژني پېښي د لوږي، بېکارۍ، غريبۍ او روحي فشار له امله زياتي سوي دي.