د غزني د پوهني رئيس نصير احمد حسيني ويلي، چي د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کي شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

د غزني د پوهني رئيس نصير احمد حسيني ويلي، چي د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کي شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د هغه په خبره چي په دغه ښوونځيو کي زرګونه زده کوونکي د ودانۍ د نه موجوديت له امله تر شنه آسمان لاندي درس وايي.
دا په داسي حال کي ده، چي په روان کال کي ۱۴۸ ميليونه افغانۍ د غزني ولسي خلګو د دغه ولايت د پوهني د رياست سره د‌ مرستي له پاره راټولي کړي وې‌. د دغه ولايت خلګ د ط..البانو غواړي، چي د هغه ښوونځيو له پاره دي ودانۍ جوړي کړي، چي زده کوونکي د اونو تر سيوري يانورو ځايونو کي درس وايي.