د غزني ولايت د ط.. البانو امنيتي مسئولينو ويلي، چي د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کي ځايي خلګو د يوه هلک جسد موندلی.
د هغوی په خبره چي د دغه هلک پر جسد زيات وخت تېر سوی او خراب سوی و.
د وژل سوي هلک کورنۍ وايي، چي هغه درې مياشتي مخکي نادرکه سوی و، چي اوس ئې جسد پيدا سوی.
د دغه هلک د وژني علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.