د غزني ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د غزني ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مالستان ولسوالۍ کي درې ځوانان د لمبېدو پر مهال اوبو ډوب کړي او وژلي دي‌.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ دغه ځوانان د مالستان ولسوالۍ د شېرداغ سيمي د اوبو په ډم کي لمبېدل چي اوبو ډوب کړي او وژلي دي.
د يادو ځوانانو جسدونه د اوبو څخه رايستل سوي او د هغوی کورنۍ ته تسلیم سوي دي.