د غزني څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د غزني څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو يو کس ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي د دغه قتل انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده.
په ورته وخت کي د غزني ولايت ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د ياد قتل په تور ئې يو کس نيولی دئ.

هغوی وايي چي نيول سوی کس اوس تر څېړنو لاندي دئ.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.