د غزني څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د غزني څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په ورځ د غزني ښار په شپږمه امنيتي حوزه کي يوې ښځي ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي يادي ښځي ځان يو ژور څاه ته اچولی و، چي تر رايستل کېدو وروسته ئې په روغتون کي ساه ورکړې ده.
په ورته وخت کي دغزني ولايت د ط..البانو امنيې قومندانۍ هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د يادي پېښي په اړه ئې څېړني پيل کړي دي.

بايد وويل سي، چي د دغي ښځي د ځان وژني اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ.