د فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چي مصطفی عزیزی

د فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چي مصطفی عزیزی، د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قومندان په خوزستان ولایت کي د بریدونو پر مهال وژل سوی دئ.
د ياد اژانس په حواله، نوموړی د اسرائیلو او امریکا د ګډو بريدونو په ترڅ کي وژل سوی دئ. مصطفی عزیزي د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک له مهمو قومندانانو څخه و.
بايد وويل سي، چي پر ايران د امريکا او اسرائیلو د ګډو بريدونو پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي او پوځي قومندانان وژل سوي.