د فارياب د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي د دوو جلا جلا کورنو د خونو د نړېدو په پېښه کي يو کس وژل سوی او بل ټپي سوی دئ.
د خبرپاڼي په حواله دا پېښي تېره شپه د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کي رامنځ ته سوي دي.
خبرپاڼه زياتوي په لومړۍ پېښه کي یو ۵۷ کلن سړی وژل سوی او په ورته بله پېښه کي یو ۶۰ کلن سړی ټپي سوی دئ.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي هم په ورته پېښه کي درې کسان وژل سوي دي.