د فارياب د ولايتي شورا پخوانی غړی نامعلومو وسلوالو وژلی

د فارياب څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جنرال دوستم پخواني قوماندان او د ولايتي شورا پخوانی غړی محب الله ميرزاده د ميمنې په ښار کي نامعلومو وسلوالو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي محب الله ميرزاده د ط..البانو د پخواني چارواکو د دعوت د کمېسون د لاري تازه افغانستان ته راغلی وو.
بايد وويل سي، چي د ياد ولايت ط..البانو دغه پېښه منلې خو په اړه ئې د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.