د فارياب څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي يوې ښځي د کورني تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کړې ده

د فارياب څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي يوې ښځي د کورني تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغي ښځي د چهار شنبې په ورځ د دغه ولايت په خيبر ولسوالۍ کي ځان ويشتلی او ځان وژنه ئې کړې ده.
تر دې مخکي په کندهار او پکتيکا ولايتونو کي هم دوو ښځو د کورني تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کړې وه.

بايد وويل سي، چي د ط.. البانو تر واکمنۍ لاندي په افغانستان کي ګڼي نجوني او ښځي د کورني تاوتریخوالي قرباني سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *