د فارياب څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره ورځ د د غه ولايت د بلچراغ ولسوالۍ په کوليانو کلي کي پو پخواني نظامي وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه نظامي تازه د ايران څخه اخراج سوی و او افغانستان ته راغلی و، چي وسله والو په نښه کړی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی پخوانی نظامي جوره قل نومېږي .
په ورته وخت کي بيا يوې بلي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغه پخوانی نظامي د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان بازار کي د ط..البانو د پوځ د کنډک د قوماندان صداقت د ساتونکو له خوا ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري د فارياب ولايت ط..البانو د دغه پېښي د عاملينو او نوعيت په اړه په رسمي ډول رسنيو ته څه نه دي ویلی.