د فبروري ۱۳ مه هرکال په ټوله نړۍ کي د راډيو د نړۍوالي ورځي په نوم لمانځل کېږي

د فبروري ۱۳ مه هرکال په ټوله نړۍ کي د راډيو د نړۍوالي ورځي په نوم لمانځل کېږي.
د راډيو نړۍواله ورځ په ۲۰۱۱ میلادي کال کي د UNESCO له‌خوا په رسمي ډول ونومول سوه، څو د راډیو ارزښت او اغېز ته درناوی وسي.
راډیو د نړۍ له پخوانیو او اغېزمنو رسنیو څخه ده او لومړنۍ راډیويي خپروني په ۱۸۹۵ میلادي کال کي پيل سوې.

که څه هم اوس مهال ټلوېزیوني چینلونه، وېبپاڼي او انټرنېټي شبکې پراخي سوي دي، بیا هم راډیو په ډېرو هیوادونو کي خپل مینه‌وال لري او خلګ د ورځنیو پېښو او خبرونو د ترلاسه کولو له پاره ورڅخه ګټه اخلي.
په افغانستان کي راډیويي خپروني د لومړي ځل له پاره د وخت د پاچا غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال پيل سوې او هغه مهال دغه رسنۍ د کابل راډیو په نوم یادېده، چي وروسته ئې نوم د افغانستان په راډيو بدل سو.
د شلمي پېړۍ تر پایه پوري راډیو تر ډېره د دولت تر چتر لاندي فعالیت درلود، خو په ۲۰۰۱ میلادي کال کي د سیاسي بدلونونو وروسته او د بیان د ازادۍ له پراخېدو سره، شخصي راډیوګانو ته هم د فعالیت زمینه برابره سوه او د راډیوګانو شمېر تر ۳۰۰ زیات سو.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کي د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کي پر رسنیو ګڼ محدودیتونه ولګېدل او لسګونه ټلوېزیونونه، راډیوګاني او چاپي رسنۍ وتړل سوې.
د ښځو د ږغ خپرولو بندیز، د موسیقۍ محدودیت او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزي هغه ننګوني دي چي د رسنیو کارکوونکي ورسره مخ دي.
راډیو لا هم یوه ارزانه او اغېزمنه رسنۍ ده، چي لېرو پرتو سیمو ته معلومات رسوي. د راډیو نړۍواله ورځ د دې وسیلې د اهمیت، د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ارزښت د یادوني له پاره ځانګړې سوې.

په هغو ټولنو کي چي رسنۍ او راډیو تر سانسور لاندي وي، خلګ بشپړ او رښتيني معلومات نه سي ترلاسه کولای او یوازي هغه څه خپرېږي، چي د واکمنو له نظره مناسب وي. د ازادو رسنیو په نشتون کي اوازې او ناسم خبرونه زیاتېږي، د بیان ازادي محدودېږي او خلګ نه سي کولای خپل نظرونه په ازاد ډول څرګند کړي.
همدارنګه د حکومت او ادارو د حساب ورکولو بهیر کمزوری کېږي او د فساد او د بې‌عدالتۍ د پټ پاته کېدو امکان لوړېږي. په پایله کي د خلګو باور کمېږي او د ټولني فکري او ټولنیز پرمختګ کمزوری کېږي.