د فرانسې ولسمشر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دورې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه ويلي د امریکا وروستي سیاستونه د دوهمي نړۍوالي جګړې وروسته رامنځ ته سوي نړۍوال نظم ته زیان رسوي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل چي امریکا له هغو نړۍوالو اصولو څخه واټن اخلي چي پخوا ئې خپله ملاتړ کاوه او دا چاره د نړۍ د نوو سیاسي وېشونو لامل ګرځي. هغه د نړۍوالو څو اړخیزو بنسټونو کمزوري کېدو ته اشاره وکړه او ټینګار ئې وکړ چي اروپا باید پر خپلي ستراتیژیکي خپلواکۍ کار وکړي.
مکرون وویل، د اروپا خپلواکي د دې معنا لري چي دغه وچه باید له امریکا او چین څخه خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي تړاوونه متوازن کړي او پر خپلو وړتیاوو پانګونه زیاته کړي.