د فرانسې پوځي قومندانۍ اعلان کړی

د فرانسې پوځي قومندانۍ اعلان کړی، چي امريکا ته ئې اجازه ورکړې؛ ترڅو د اړتیا په صورت کي د فرانسې له پوځي اډو څخه استفاده وکړي.
د راپورونو له مخي، دا پرېکړه د سیمي د روانو امنیتي حالاتو په تړاو سوې ده. فرانسوي چارواکو ویلي چي دا ګام د خپلو متحدینو د ملاتړ او د ګډو پوځي همکاريو د پیاوړتیا په موخه اخیستل سوی دئ.