د فراه د ط..البانو ښاروالۍ ويلي، چي په فراه ولايت کي ئې د حيات په نوم د غوړو د يوه شرکت څلور ګدامونه تړلي دي.
يادي ښاروالۍ ويلي، چي دغه ګدامونه ئې ځکه تړلي چي احتکار ئې کوئ او د ښار څخه را ټول سوي غوړي ئې په خپلو ګدامو کي ساتل.
بايد وويل سي، چي د پاکستان او ط..البانو تر اختلافاتو وروسته د پاکستان له خوا د افغانستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته په افغانستان کي د غوړو په بيو کي د پام وړ زياتوالی راغلی.