د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کي په يوه کور کي د چاودني له امله ۷ کسان وژل سوي

د فراه ولايت د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په نواباد کلي کي تېره ورځ په يوه کور کي د ماين چاودنه سوې، چي له امله د يادي کورنۍ ۷ تنه وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه چاودنه د جان محمد په نوم کس په کور کي سوې چي له امله ئې جان محمد، د هغه مېرمن او د هغه پنځه زامن په کښي وژل سوي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د دغي چاودني علت او نوعيت تراوسه پوري نه دئ روښانه کړی.