د فراه څخه سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه نامعلومو کسانو يو ځوان وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي يادو کسانو دغه ځوان په چړو وهلی او وروسته ئې د ژور زخمونو له امله ساه ورکړې ده.
د سرچينې په وينا چي اوس مهال د وژل سوی ځوان جسد د فراه په ولايتي روغتون کي پروت دئ.
تر اوسه د يادي پېښه اصلي لامل څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.