د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کي پر غزه باندي د اسرائیلي بریدونو وروستي تلفات خپاره کړي دي

د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کي پر غزه باندي د اسرائیلي بریدونو وروستي تلفات خپاره کړي دي.
په اعلامیه کي ويل سوي، چي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومي نېټې څخه تر اوسه پوري د اسرائیلو په بریدونو کي د وژل سوو کسانو شمېر ۷۱ زره ۴۳۹ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۱۷۱ زره ۳۲۴ ته رسېدلی دئ.
همداراز، د تېر کال د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند تر توافق وروسته هم د اسرائیلي پوځ په حملو کي په بېلابېلو سیمو کي ۴۴۹ فلسطینیان وژل سوي او ۱۲۴۶ تنه نور ټپیان سوي دي.