د فوټبال فدراسیون مسئولینو د یکشنبې په ورځ ویلي، چي د فوټسال ملي لوبډله په تایلنډ کي د خپل تمریناتي کمپ تر پای ته رسېدو وروسته، د یکشنبې په سهار اندونیزیا ته تللې ده.
دا سیالۍ د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کي ترسره کېږي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو په «D» ګروپ کي د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له لوبډلو سره لوبي کوي.
د سیالیو د مهالوېش له مخي، د افغانستان ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د رواني اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي.