د قطر د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي په هيواد کي د امنیتي ګواښ کچه لوړه سوې ده او له ټولو اوسېدونکو ئې غوښتي، چي تر بلي خبرتيا پوري دي په خپلو کورونو کي پاته سي.
دغه وزارت ويلي چی امنیتي ادارې وضعیت له نژدې څاري او د خلګو د خوندیتوب له پاره لازم اقدامات ترسره کوي.
چارواکو له خلګو غوښتنه کړې، چي د رسمي ادارو لارښووني تعقیب کړي او له بېضرورته تګ راتګ څخه دي ډډه وکړي.