د قطر رسنۍ وايي د افغانستان د زلزله ځپلو سره د قطر پنځه الوتکي نوري بشري مرستي کابل ته رسېدلي

د قطر رسنيو په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د افغانستان په ختيځ زون کي د وروستيو زلزلو له امله د‌ زيانمنو سوو د ملاتړ او همکارۍ په موخه په بشري مرستو بار پنځه نوري الوتکي د جمعې په ورځ کابل ته رسېدلي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي دغه مرستي د قطر د امیر د لارښووني په اساس د افغانستان د زلزله ځپلو سره ترسره کېږي.
د قطر د دولت له خوا په تر سره سوو مرستو کي بشپړ مجهز سیار روغتونونه، طبي وسایل، خیمې او د حفظ الصحې بستې شاملي دي.
د قطر رسنيو ويلي، چي د دغو بشري مرستو سره يو ځای یو ډله ډاکټران او د ژغورني ټيم هم افغانستان ته راغلي؛ تر څو د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم څلور الوتکي بشري مرستي د قطر دولت د کنړ د زلزله ځپلو سره کړي وې.