د لبنان یوه امنیتي چارواکي رويټرز ته ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ ایراني ډیپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي له لبنان څخه روسیې

د لبنان یوه امنیتي چارواکي رويټرز ته ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ ایراني ډیپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي له لبنان څخه روسیې ته انتقال سوي دي.
سرچینه زیاتوي چي دا پرېکړه د بیروت په ښار کي د ایران د سفارت ترڅنګ د وروستي برید وروسته ترسره سوې ده.
بل لور ته، په بیروت کي د ایران د سفارت یوه چارواکي هم تائيد کړې، چي یو شمېر غیر مهم ډیپلوماتان ئې له لبنان څخه ایستلي دي.

په همدې وخت کي حزب الله اعلان کړی، چي د اسرائیلو په شمال کي ئې د کریات شمونا ښار پر لور توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.