د لرغوني کابل ښار ۱۵ سوه کلن تاریخي بالاحصار په معیاري ډول ترمیم سو.
بالاحصار د کابل له تر ټولو پخوانیو او مهمو تاریخي ځایونو څخه دی، چي د ښار په سوېل کي د یوې لوړي غونډۍ پر سر ولاړ دی. دا کلا د پېړیو په اوږدو کی د بېلابېلو واکمنیو د ځواک، سیاست او جګړو مرکز پاته سوی.
د بالاحصار تاریخ لږ تر لږه د منځنیو پېړیو تر زمانې رسېږي، خو ډېر تاریخپوهان باور لري چي دا سیمه تر دې هم لرغونې ده. د ظهیرالدین محمد بابر د دورې په مهال، دا ځای ځانګړې ستراتیژیکه مانا درلوده او وروسته د احمد شاه بابا په وخت کي د واکمنۍ مهم مرکز و.
په ۱۹مې پېړۍ کي د لومړۍ انګلو-افغان جګړه او دوهمه انګلو-افغان جګړه پر مهال بالاحصار د سختو جګړو شاهد پاته سوی، او ډېري برخي یې زیانمني سوې.
د دې کلا د دېوالونو او برجونو د ترمیم چاري په ۲۰۲۰ کال کي پیل سوې چي اوس په اساسي ډول بشپړي سوې.