د لوګر ولايت د ط..البانو د امرب.المعروف ادارې په دغه ولايت کي ۱۴۲ د موسيقۍ بېلابېلي آلې سوځولي دي

د لوګر ولايت د ط..البانو د امرب.المعروف ادارې په دغه ولايت کي ۱۴۲ د موسيقۍ بېلابېلي آلې سوځولي دي.
د يادي ادارې په وينا چي دغه آلې ئې د تېرو ۴۵ ورځو په جريان کي د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کي راټولي کړي وې.
هغوی وايي دغه آلې ئې ځکه سوځولي چي د دوی د امرب.المعروف په قانون کي منع بلل سوي او په اسلام کي ورته اجازه نسته.

بايد وويل سي چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په زيات شمېر هنرمندان د ط..البانو د سانسور له امله خپل هيواد پرېښي او مهاجر سوي دي.