د لوګر په مرکز پلعلم کي د ځمکي پر سر د خپلوانو ترمنځ شخړه کي یو ۳۸ کلن سړی وژل سوی او پلار ئې ټپي سوی دئ.
ځايي سرچینې وايي، پېښه پرون دوشنبه د پلعلم ښار ته نژدې د عليخانکلا په سیمه کي سوې ده.
د سرچینو په وینا وژل سوی کس محمد داود نومېږي او خپل د اکا د زامنو سره ئې د ځمکي پر سر شخړه کړې، چي په پایله کي ئې نوموړی وژل سوی او پلار ئې ټپي سوی دئ.