د لوګر څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د لوګر څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په محمداغې ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو ډاکټر ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ډاکټر غلام غوث نومېدی، چي تېره شپه شاوخوا اته بجې ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
په ورته وخت کي د لوګر د والي وياند ميرويس ابدالي هم دغه پېښه تائيد کړې ده او په خبره ئې چي د دغه قتل په تور ئې يو کس نيولی، چي اوس تر څېړنو لاندي دي.