د ليبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی سیف الاسلام قذافي په لیبیا کي نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی

د ليبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی سیف الاسلام قذافي په لیبیا کي نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی.
د سیف الأسلام قذافي وکيل مارسيل سیکالدي ویلي چي نوموړی د څلورو نامعولومو وسله والو له خوا دلیبیا په غربي ښار زنتان کي د خپل کور دننه وژل سوی دی.
هغه زیاته کړې چي یادو وسله والو اول امنیتي کامرې خرابي کړي وې او بیا یې سیف الأسلام وژلی دی.

سیف الأسلام قذافي د معمر قذافي د مشهورو زامنو څخه و او د لیبیا د سیاست یوه مشهوره څهره یادېدل .
هغه د نړۍوالي جنایي محکمې له خوا د انسانيت ضد په جرمونو هم تورن و.
د لیبیا څارنوالۍ هم د سیف الأسلام وژل تایید کړي او تر معایني وروسته یې ویلي چي هغه پر تندي په ډزو لګېدلی او وژل سوی دی.

د لیبیا څارنوالۍ خبر ورکړی چي د سیف الأسلام د وژلو اړوند یې پلټني پیل کړي.