د مارچ د اتمي د ښځو د نړۍوالي ورځي په مناسبت په افغانستان کي د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو صندوق( يونيسف) د يکشنبې په ورځ ويلي، چي ط..البان دي په دغه هيواد کي د ښځو پر وړاندي د کار کولو بنديز له منځه يوسي.
ياد سازمان ويلي، چي د تېرو شپږو مياشتو راهيسي د دغي ادارې پر ښځينه کارکوونکو باندي د ط..البانو له خوا دفتر ته پر تګ بنديز لګول سوی دئ.
دغه سازمان له ط..البانو غوښتي چي د دوی پر همکارانو باندي دي دغه بنديز سمدستي لغوه کړي؛ ترڅو يادي افغان مېرمني بېرته د افغان ښځو د هوسايني له پاره خپلو دندو ته ادامه ورکړي.