د مارچ ۲۴ مه هر کال د نري نرځ د نړۍوالي ورځي په نوم په ټوله نړۍ کي لمانځل کېږي.
دغه ورځ په افغانستان کي پر داسي مهال راځي، چي زرګونه کسان په يادي ناروغۍ اخته کېږي.
په افغانستان کي د روغتيا د نړۍوال سازمان استازي ادوين سينيسا سلواډور وايي چي هر کال په افغانستان کي زرګونه کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي.
د هغه په خبره چي په افغانستان کي د دغي ناروغۍ ډېری پېښي لا تراوسه پوري په سم ډول نه دي تشخيص سوي.
نوموړي د ټولو خلګو غوښتي، چي د يادي ناروغۍ سره د مبارزې او مخنيوي په کمپاين کي دي ټوله برخه واخلي؛ ترڅو په افغانستان کي د يادي ناروغۍ ګراف کښته او خلګ ئې په اړه عامه پوهاوی تر لاسه کړي.